د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د روان لمریز کال په لومړنیو دوو میاشتو کې د اتو کانونو د استخراج تړونونه لاسلیک شوي چې پر دغو کانونو د پانګونې کچه ۴۰ مېلیون ډالرو ته رسېږي. دغه وزارت ویلي چې له کورنیو شرکتونو سره په لاسلیک شويو تړونونو کې دوه ستر او شپږ کوچني کانونه شامل دي . ستر کانونه د کابل د جګدلک د یاقوتو او د هرات د باریټ کانونه دي او شپږ کوچني کانونه چې دوه هغه د نفرایټ، دوه د مرمر ډبرو، یو د فلورایټ او یو هغه د سرب او جستو کان دی. د کانونو او پټرولیم وزارت د شمېرو له مخې تر اوسه څه باندې ۱۵۰ کوچني کانونه کورنیو شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوي او ۳۰ لوی کانونه د افغان شریکانو چینایي، ایراني، ترکي، قطري او د یو شمېر نورو هېوادونو شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوي دي.