په تېرو ۳ کلونو کې ۳.۷ میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د تېرو ۳ کلونو په اوږدو کې ۳.۷ میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي دي. یاد وزارت دغه راز د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) هغه راپور هم رد کړی چې ویلي و په تېرو شاوخوا څلورو کالو کې اته میلیونه افغانان له هېواده وتلي دي. یاد وزارت ویلي، چې له ۴۰ کالو وروسته لومړی ځل دی چې هېواد ته د کډوالو د بېرته راستنېدنې بهیر چټک شوی دی.له دې وړاندې د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي و چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې نږدې اتو میلیونو افغانانو هېواد پرېښی دی. یاد سازمان ویلي و، چې له دې ډلې یو میلیون یې اروپايي هېوادونو او ۸۵ سلنه نور یې ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي.

وروستي مطالب

تېر کال یې ۵۷ ښاري پراختیايي پلانونه منل شوي

نوي مطالب

کاناډا له افغانستان سره ۳ میلیونه کاناډايي ډالره مرسته اعلان کړه

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور