د ترکیې، ایران او قطر مشرانو د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د قرانکریم د سپکاوي په اړه په لوېدیځ نیوکه کړې.
د مسلمانو هېوادونو مشرانو د قرانکریم د سوزولو له امله لوېدیځ په کلکه غندلی او د بیان د ازادي په پلمه یې اسلامي مقدساتو ته سپکاوی تبعیض بللی دی.