پکتيا کې سلګونه کونډو سره مرسته!

د افغاني سره میاشتې ټولنه په پکتیا کې له سلګونو کونډو میرمنو سره د نغدو پیسو د مرستې خبر ورکوي.
دې ټولنې پرون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د پکتيا ولایت په مرکز او ۵ ولسوالیو کې یې ۱۰۰۰ بې سرپرسته کونډو ته د ټولټال اته نیم میلیونه افغانیو نغدي مرستې ویشلې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دې مرستې په ترڅ کې هرې بې سرپرسته کونډې ته ۸۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې د دغه پروګرام په ترڅ کې په ټول هېواد کې له ۲۴ زره بې سرپرسته کونډو سره نغدي مرستې کوي.

وروستي مطالب

نايجيريا کې د فرانسې د پوځي حضور پای!

نوي مطالب

نيمروز کې د ۲۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت سړګ رغېږي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور