چارواکي: هڅه کوو په افغانستان کې د ټاپي پروژې پاتې چارې پيل شي

د بهرنيو چارو سرپرست سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره کتلي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د ټاپي نل‌لیکې پر غځولو، د تورغنډۍ سټېشن د ظرفیت پر لوړونې او د هرات نورالجهاد برېښنا سبسټېشن د چارو په تړاو خبرې کړې دي. د خبرپاڼې پر بنسټ سرپرست وزیر ویلي چې، د افغانستان اړوندې ادارې، د ټاپي پروژې د حقوقي اسنادو پر وروستي کولو کار کوي، څو د دغې پروژې د کار د پیل زمینه برابره شي. سرپرست وزیر همدارنګه ویلي چې د تورغنډۍ بندر کې د رېل پټلۍ اړوند تاسیساتو د جوړولو په هکله هم اړونده افغان اداره کار کوي.

وروستي مطالب

د اسلامي امارت له بیا واکمنيدو وروسته ۱۰۰۰ ښوونځيو ته معياري ودانۍ جوړې شوې

نوي مطالب

دا مهال له ۱۳ ولایتونو بهر ته صادرات کیږي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور