په کابل کې د چین سفیر جاو شینګ د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره لیدلي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان او چین د دوه اړخیزو ډیپلوماتیکو اړیکو پر پیاوړتیا دوه اړخیزو امنیتي او اقتصادي موضوعاتو، وروستیو سیمهییزو پرمختګونو او له پاکستان څخه راستانه شویو افغان کډوالو په اړه خبرې شوې دي. په دغه ناسته کې د چین سفیر له پاکستان څخه راستانه شویو افغانانو سره مرستې ته چمتوالی ښودلی.