د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق مسوولینو ویلي چې ډنمارک له افغانستان سره ۷.۲۹ میلیونه ډالره مرسته کړې ده. د مالوماتو له مخې دا له افغانستان سره د ډنمارک درېیمه مرسته ده. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق ویلي چې دا مرسته به د ښځو پر پیاوړي کولو، اقلیمي بدلون پر وړاندې په مبارزې، بېځایه شویو او راستنېدونکو لپاره د چوپړونو پر وړاندې کولو ولګول شي. د یادونې ده چې ډنمارک تېر کال هم له افغانستان سره ۴۲ میلیونه ډنمارکي کرونه چې ۶.۲ میلیونه ډالر کېږي، مرسته کړې وه. دا مرسته په داسې حال کې کیږي، چې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا په ګډون یو شمېر نورو مرستندویه بنسټونو هم ویلي، چې په افغانستان کې خوراکي امنیت له ګواښ سره مخ دی.