د چاپېریال ساتنې ادارې مسوولین وايي، په پام کې ده، چې د هوا ککړتیا مخنیوي لپاره شپږ میاشتنی پروګرام پيل کړي. د دوی په خبره دا پروګرام دوه برخې لري، چې لومړۍ برخه به یې له اړوندو ادارو او کارخانو مسوولینو سره همغږي او دویمه برخه یې د رسنیو او جوماتونو له لارې خلکو ته عامه پوهاوی وي. د کابل اوسېدونکي وايي، دوی د ژمي په موسم کې د هوا ککړتیا له کبله له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي او له مسوولینو غواړي، چې د دغې ستونزې د مخنيوي لپاره لاس په کار شي. د یادونې ده، چې په ژمي کې ډیری کورنۍ د اقتصادي ستونزو او برېښنا ته د نه لاسرسي له امله له کم کیفیته سون توکو کار اخلي، چې تر ډېره د هوا د ککړتیا لامل کېږي.