کابل کې نږدې ۲۴ زره جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوه

عدلیې وزارت ویلي، چې د غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د کابل شپږمې ناحیې اړوند سناتوریم سیمه کې ۲۳ زره او ۷۹۸ جریبه ځمکه له بررسۍ وروسته دولتي تثبیت کړه. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د یادو ځمکو په تړاو یو شمېر متصرفینو ادعا درلوده چې دا ځمکه شخصي ده خو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د سندونو له کتنې وروسته دغه سندونه اختصاصي محکمې ته وړاندې کړل چې له شرعي حکم وروسته یاده ځمکه دولتي وبلل شوه.

وروستي مطالب

د کابل په کلکانو ولسوالۍ کې د اوبو یو کوچنی بند جوړ شوی

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور