د افغانستان مرکزي بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه بانک پرون د ۸۸۹ میلیونه او ۹۲۰ زره افغانیو په ارزښت زاړه بانک نوټونه سوځولي دي. د افغانستان بانک دویم مرستیال، چې د بانک نوټونو د سوځولو بهیر پر مهال یې خبرې کولې، له خلکو غوښتي څو د سوداګریزو راکړو ورکړو پر مهال د بانک نوټونو ساتنې ته پام وکړي. خبرپاڼه زیاتوي، راټول شوي زاړه او له کاره لوېدلي بانکنوټونه د عدلیې او مالیې وزارتونو، اړوندو ادارو او د افغانستان بانک د بېلابېلو آمریتونو استازو په شتون کې د ګومارل شوي پلاوي له خوا تر بارولو وروسته ځانګړو کُرو ته انتقال او په یو ځل وسوځول شول.