کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۶ موسسو سره د همکاریو هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت له شپږو ملي او نړۍوالو موسسو سره د ۸.۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل. د دغه وزارت مسوولین وايي، چې یادې پروژې به د هېواد په ۱۱ ولایتونو کابل، بلخ، بامیان، تخار، کندوز، غزني، بغلان، سمنګان، پروان، بدخشان او جوزجان ولایتونو کې پلې شي، چې له مخې به یې شاوخوا ۳۵ زره تنو ته د کار زمینه هم برابره شي. د همکارو موسسو استازو ژمنه کړې، چې یادې پروژې به په ښه او شفاف ډول پلې کړي. تر دې وړاندې هم دغه وزارت له یو شمېر ملي او نړۍوالو بنسټونو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي، چې پر بنسټ یې ګڼ شمېر هېوادوالو ته د حرفوي زده کړو سربېره د کار زمینه هم برابره شوې ده.

وروستي مطالب

ازبکستان د افغان ټرانس پټلۍ لپاره د مالي ملاتړ غوښتنه کړې

نوي مطالب

اندونیزیا افغان محصلینو ته تحصیلي زمېنه برابروي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور