د کرنې، اوبولګولو او مالدراۍ وزارت مرستیال په مشرۍ د قوشتېپې کانال ځمکو څخه د غوره ګټې اخیستنې د څرنګوالي په اړه غونډه شوې ده. په دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال صدر اعظم عثماني د قوش تېپې کانال له ځمکې څخه د موثرې او ښې ګټې اخیستنې په موخه د کاري پلان د جوړولو په اړه د افغانستان د سرپرست حکومت د رهبرۍ هدایت څرګند کړ او غوښتنه یې وکړه، چې د دې طرحې د لا بډاینې په پار دې د بېلابېلو سکتورونو کارپوهان خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړي. هغه د قوشتېپې کانال څخه ښه ګټه اخیستنه د خلکو د ژوند او اقتصاد په بدلون کې اغېزمنه وبلله او د افغانستان د خلکو په ژوند کې د مثبتو بدلونونو د راوستلو لپاره یې د هر اړخیز او اغېزمنې طرحې په جوړولو ټینګار وکړ.