د قندهار چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د ګوارې چکډېم تخنیکي سروې یې کړې ده.
دغه چکډېم ۳۰۰ کاله لرغونتوب لري چې ډېری برخې یې ویجاړ شوې دي، په یاده سیمه کې د یوه بل چکډیم سروې هم شوې چې په جوړېدو سره به یې د سېلاب اوبه کنټرول شي.
د کندهار خلک د یاد چيکډيم په جوړيدو خوښ دي او د ورته نورو پروژو د پلې کولو غوښتنه لري.