د کندهار ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د هغو ښوونځیو په بیا رغولو کار روان دی، چې د جګړو پر مهال ویجاړ شوي وو. د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو ویلي، چې ښوونیز بهیر مخ پر ودې دی او سږ کال زرګونه کسان له دیني او عصري زدکړو فارغ شوي دي. د کندهار ولایت د پوهنې ریاست رییس وایي، چې دوی په دې هڅه کې دي، تر څو په ښوونیز بهیر شته ستونزې له منځه یوسي. د نوموړي په خبره دوی د راتلونکي کابل لپاره ښه پلان لري او دغه راز په ښوونځيو کې به ۲۱۶۰ ښوونکي هم چې اړتیا لیدل کیږي زیات شي، تر څو دغه تشه هم ډکه شي.