کندوز کې د ۳ رغنیزو پروژو چارې پیل شوې دي

د کندوز ولایت د ښاروالۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د درېیو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د ښاروالۍ مسوولین وایي، چې په یادو پروژو کې د ښار په لومړۍ، دویمې او درېیمې ناحیې کې د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۵۰۰ متره سړک او ۳۱۵ متره ابرونو جوړول شامل دي، چې چارې به یې ډېر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. د مسوولینو په خبره د کندز ښاروالۍ د سکتوري او تخنیکي آمریت ټیمونه به د دې پروژو د تطبیق له ټولو پړاوونو څارنه او نظارت کوي، ترڅو چارې یې په معیاري ډول بشپړې شي.

وروستي مطالب

کابل کې نږدې ۲۴ زره جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوه

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور