کندوز کې ۵۰۰کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

د کندوز ولایت په علي ‌آباد ولسوالۍ کې د تولید او پروسس یوه شرکت د یو میلیون او ۲۰۰ زره ډالرو په لګښت پر ٧٠٠ جریبه دولتي ځمکې د هینجې د کرلو په برخه کې پانګونه کړې، چې په ترڅ کې یې شاوخوا ٥٠٠ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. په یاد ولایت کې په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د کندز ولایت د کرنې، اقتصاد، برېښنا او یو شمېر نورو ادارو مسؤولینو په خپلو خبرو کې د یاد شرکت له مسؤولینو څخه په دغه برخه کې د پانګونې له امله مننه وکړه او په نورو شرکتونو او سوداګرو یې هم غږ وکړ چې له شته فرصتونو نه په ګټې اخیستنې سره په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. د یادولو ده چې په دې پروژه کې به ډېر شمېر هغو کسانو ته د کار زمینه برابره شي چې په دې وروستیو کې له پاکستانه هېواد څخه راستانه شوي دي.

وروستي مطالب

له هند سره دافغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته شوې

نوي مطالب

زمینه‌سازی برای بازگشایی سفارت‌هایی خارجی در کابل

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور