کورنیو چارو سرپرست وزیر:موږ د چا حق نه اخلو او له خپل حق څخه هم نه تېرېږو.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر د قوش تېپې کانال د دوهم پړوا د پرانيستې غونډې ته: موږ د چا حق نه اخلو او له خپل حق څخه هم نه تېرېږو؛ موږ به د ملا برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادې ودې په پار لا زیات ګامونه پورته کوو او په هېواد کې به نورې داسې سترو پروژې پر مخ وړو، او له شته فرصتونو به ښه ګټه پورته کوو.
نوموړي زیاته کړه؛ د هېواد په ابادۍ کې ټول یوموټی او یو لاس یو؛ موږ له خپلو حدودو چاته نه تېرېږو او له خپلو حقونو څخه په کلکه دفاع کوو.
هرڅوک چې په هېواد کې په پرمختګونو خوشاله کېږي؛ زموږ وروڼه دي، موږ له۴۳ کاله وروسته د بيارغونې په لور قدم په قدم پر مخ روان يو.
سرپرست وزیر وایي، خوښ یم چې له ډېرو ستونزو وروسته د قوش‌تیپې کانال لومړي فاز چارې د افغان انجنیرانو په وسیله بشپړې شوې.

وروستي مطالب

اروپايي ټولنه د هرات له زلزله ځپلو سره ۳.۵ میلیونه یورو مرسته کوي

نوي مطالب

افغانستان کې د تلپاتې سولې او سوکالۍ زمینه برابره شوې ده

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور