پکتیکا په مرکز او دوو ولسوالیو کې د سویډڼ کمېټې په مالي ملاتړ د ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د څلورو ښوونځيو لپاره د ودانیو جوړولو چارې پيل شوې. په دغه ولایت کې د سویډڼ کمېټې دفتر د عامه اړیکو مسوول سیفالرحمن شهاب وویلي، د سويډن کمېټې په مالي ملاتړ یې پرون په مرکز ښرنه، یوسفخېلو او برمل ولسوالیو کې د څلورو ښوونځيو د ودانیو جوړېدو کارونه پیل شول.