مصنوعي ځیرکتیا (Artificial intelligence یا اې آی) هغې ځیرکتیا ته ویل کېږي چې د ژویو او انسانانو له لوري د ښودل کېدونکې طبیعي ځېرکتیا پرخلاف د ماشین په وسیله ښودل کېږي. د مصنوعي ځيرکتیا مخکښ درسي کتابونه دا څانګه د “ځیرکو عاملونو یا intelligent agents” مطالعه راپېژني: هر هغه سیستم چې خپل ژوندچاپېریال درک او داسې کړنې تر سره کوي چې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره خپل چانس ترټولو لوړې کچې ته رسوي. ځینې نوموتي بیا د “مصنوعي ځیرکتیا” اصطلاح، د هغو ماشینونو د توصیف لپاره کاروي چې د انسانانو د “زده کولو” له کارکړنو تقلید کوي او دا هغه کارکړنې دي، چې انسانان يې له بشري ذهن سره تړي، لکه: “زده کول” او “ستونزې هوارول”، خو د مصنوعي ځيرکتیا ستر څېړونکي دا تعریف نه مني.
د مصنوعي ځیرکتیا په اپلېکېشنونو (applications) کې دغه راځي: وېب پلټنې ماشینونه (لکه: ګوګل)، سپارښتنې سیستمونه (چې یوټیوب، امازون او نېټفلېکس يې کاروی)، په انساني خبرو پوهېدنه (لکه: سیري (Siri) او الېکسا (Alexa)). اتوماټ ګاډي چلونه (لکه: ټېسلا)، په سټراټيژیک لوبو سیستم کې اتومات پریکړه او سیالي کول(لکه: شطرنج او ګو (Go)). د ماشینونو د وړتیاوو په ډېرېدو سره، ډېری مهال هغه دندې چې “ځیرکتیا” ته اړتیا لري، د مصنوعي ځیرکتیا له تعریف اېستل کېږي او د مصنوعي ځیرکتیا اغېر یا AI effect ښکارنده يې بولي. د بېلګې په توګه: د نوري کرکټرونو پېژندنه، ډېری مهال له هغو شیانو اېستل کېږي، چې مصنوعي ځیرکتیا ګڼل کېږي، ځکه دا شیان نور په عادي ټکنالوژي اوښتي دي.
مصنوعي ځیرکتیا، په ۱۹۵۶ز کال کې د یوې علمي څانګې په توګه رامنځته شوه او له هغه مهاله راهیسې يې د خوشبینۍ ګڼې څپې او ورپسې بیا ناهیلۍ او د تمویل له لاسه ورکول (چې “د مصنوعي ځیرکتیا ژمی” یې بولي) تجربه کړي دي. له رامنځته کېدو راهیسې، د مصنوعي ځیرکتیا څېړونکو ډېری لارې چارې ازمویلې او لاس ترې مینځلی دی، لکه: د مغز ورته ول (simulating)، د انسانی ستونزې هوارولو ماډل جوړول، شکلي منطق، د علم ستر ډېټابېس او د حیواني چلند پیروي. د ۲۱مې پېړۍ په لومړیو لسیزو کې، ستر ریاضیکي احصایوي ماشین زده کړې دا څانګه تر خپل اغېز لاندې راوسته او دا تخنیک تر ډېره بریالی ثابت شوی دی، چې په صنعت او علم کې يې د ډېرو ګواښونو، ستونزواو موضوعګانو په هواري کې مرسته کړې ده. [۱][۲][۳][۴]
د مصنوعي ځیرکتیا ډېری فرعي څانګې، په ځانګړو موخو او د ځانګړو وسیلو په کارولو متمرکزې دي. د مصنوعي ځیرکتیا یو څه دودیزې موخې دا دي: استدلال، د پوهنې وړاندې کول، پلان جوړول، زده کول، طبعي ژبني پروسس، درک او د شیانو د خوځولو او تدبیر وړتیا. عمومي ځیرکتیا (د یوې علی-توکلي ستونزې هوارولو وړتیا) د دې څانګې په اوږدمهالو موخو کې راځي. د دې ستونزو د هوارولو لپاره، د مصنوعي ځیرکتیا ځېړونکو د ستونزو هوارولو پراخ شمېر تخنیکونه منلي او سره راټول کړي دي، لکه: پلټنیز او ریاضیکی ښه کول، شکلي منطق، مصنوعي عصبي شبکې او د احصائيې، احتمال او اقتصاد پر بنسټ مېتودونه. مصنوعي ځیرکتیا، همدا ډول پر کمپیوټر ساینس، ارواپوهنه، ژبپوهنې، فلسفې او نورو څانګو کار کوي. [۵]
دا څانګه په دې انګېرنې سره رامنځته شوه، چې کېدای شي انساني ځیرکتیا “په داسې کره ډول تشرېح شي او داسې ماشین جوړ شي، چې وکولای شي، د هغه پېښې وکړي”. دې موضوع د داسې مصنوعي موجوداتو د جوړولو، چې د انسان په ډول ځیرکتیا ولري، د فکر او اخلاقو په اړه فلسفي بحثونه راپورته کړي دی. له لرغونې زمانې راهیسې، پر دې مسئله د افسانو، نکلونو او فلسفې په بڼه پوښتنې ګروېږنې او پلټنې روانې دي. علمي تخیلي داستانونه او راتلونکې پېژندنه (futurology) هم دا وايي چې: مصنوعي ځیرکتیا ښايي، د ستر ظرفیت او ځواک په مرسته بشریت ته بنسټيز خطر رامنځ ته کړي.