د کرزي صیب چاپلوسي که ناپوهي؟
لبکوال:استاد حقبین
د امریکایانو د راتګ په لومړیو کې چې کرزی صیب تر لاس نیولی د ارګ په تخت کینول شو
او په څنګ کې د حکومت کلیدي برخه دنظاریانو (مسود خیلو) په پچه ورسیدله نو تر ډېره د خلکو ګومان داسې و. چې کرزی یو فر د و، امریکایانو پاچا کړ، واک د امریکا سره و. امریکایانو مسود خیل وپړسول او امریکایانو پر پنجشیریانو خرابات وکړ او دحکومت غوښنه برخه یې ورته ډالۍ کړه. او کرزي له مجبورې ورځې یواځي پټه خوله نیولي وه. پښتنو دا د کرزي مجبوریت وباله او تر اوسه زیاتره همدا استدلال کوي.
خو کرزی لالا چې اوس مهال په حکومت کې هم نه دی. هغه د مجبوریت دلیل هم اوس شتون نه لري او د افغانستان له واقعي حالته هم ښه خبر دی چې د مسودیانو له نومه یواځي پښتانه نه بلکې د نورو قومونو هم ترې کانګې کیږي
له دې سره سره بیا هم را پورته کیږي او مسعود ته (د کابل ورانونکی، د زرګونو بې ګناه افغانانو قاتل) ته د ملي قهرمان او شهید القاب کاروي ډېره د افسوس وړ خبره ده. اوس دیته چاپلوسي ووایو که نا پوهي او بې خبري؟
او دا هم یو سوال دی چې داسې څه لامل دی چې له امله یې کرزی صیب د ټول افعانستان ولس غضب کرکه ځان ته غوره کوي؟ او مقابل کې یې یواځي د یو څو لنډه غرو خوشالي تر لاسه کړي؟
واقعیت دا دی چې کرزي صیب دا خلک دومره پاللي چې پښتانهٔ، عدالت او خپل ټول اعتبار یې په دوی په قیمار وهلی، اوس فکر کوي چې سرنوشت یې هغوی سره غوټه دی، هغو سره یوه کشتۍ کې او د تاریخ د قضاوت په تله کې ناست دی… نوره ورباندې ناوخته ده چې راوګرځي.
خو، د خدای ج او د تاریخ دروازې د توبې او ندامت لپاره د بنیادم تر مرګه خلاصې دي، د انحراف تر داسې مزله د توبې او پښېمانۍ لار غوره ده.