پانګوالو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره کمېټه جوړه شوه

دافغان حکومت د مشر د ځانګړي فرمان پر بنسټ کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټه رامنځته شوه. د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د افغان حکومت د مشر د فرمان او د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال په لارښوونې او د اقتصادي کمېسیون د ۱۴۴۵ قمري کال د دویمې ګڼې مصوبې پر بسټ د پانګونې د بین‌الوزارتي کمېټه رامنځته او لومړنۍ غونډه يې ترسره شوه. د دغې غونډې په پای کې پرېکړه شوې چې ټول اړونده وزارتونه د درېو ورځو په لړ کې، د دغې کمېټې د کړنلارې د غني کېدو په موخه خپل نظرونه په لیکنې بڼه د نوموړې کمېټې له دارالانشا سره شریک کړي او د نظرونو تر یووالي وروسته به یوه جامع کړنلاره ترییب او د منظورۍ لپاره به اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړل شي.

وروستي مطالب

افغان حکومت د چاپهار بندر له لارې سوداګري پراخوي

نوي مطالب

د بلا کیسه

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور