د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د بزای ګنبد سړک چارې د څه باندې د ۳۶۹ میلیونو افغانیو په لګښت د واخان ولسوالۍ د کوچني پامیر د بزای ګنبد څخه د چین هیواد تر پولې پورې د ۴۹.۷ کیلو متره نوي سړک د جوړولو او د جغل اچولو چارې پیل شوې. د یاد سړک چارو د پيل پرمهال د کلیو، بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر وايي، چې د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د واخان ولسوالۍ د ولسونو شته ترانسپورټې ستونزې هوارې شي. دغه پروژه د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي سړک جوړونې ریاست او د پراختیايي شوراګانو له خوا د ۳۶۹ میلیونو ۵۷۹ زره او ۲۲۷ افغانيو په لګښت پلې کېږي.