د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د کابل ولایت د نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت مسؤلین وايي،د بیلابیلو عملياتو په ترڅ کې د کابل ښار په مختلفو سيمو کې يې ګڼ شمېر نشه يي توکي نيولي، چارواکي زیاتوي په نيول شويو نشه يي توکو کې ۱۰۱ کیلو چرس، ۱۷۱ عدده تابلیټ کا، ۳۹۵ پاکټه زیکپ ګولۍ او ۱۵ نیم لیتره الکولی مشروبات تر لاسه شوي دي. په تړاو يې اوو کسان هم نيول شوي.