د هرات ولایتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د پرونۍ زلزلې له امله سلګونه کسان مړه شوي او ګڼ نور ټپیان دي. ملګري ملتونه هم وايي، چې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۳۲۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هرات کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې امر عنایت الله صابر وايي، اټکل کوي چې په پنځلسو کلیو کې نږدې ۱۵۰۰ کسان مړه شوي دي. نوموړی وايي وېره ده چې د زلزلې له امله د اوښتې مرګ ژوبله به ډېره لوړه وي. ځکه دوی وايي څو کلي په بشپړ ډول ړنګ شوي دي. صابر وايي، نږدې ټول مړي تر خاورو لاندې پراته دي او اټکل نه کوي چې څوک دي ژوند پاتې شوې وي. په ځینو وېډیوګانو کې لیدل کېږي چې کورونه په بشپړ ډول وېجاړ شوي. د زلزلې کچه د ریختر په کچه شپږ اعشاریه درې ښودل شوې ده. له لومړي ځل وروسته څو ځله د زلزلې ټکانونه احساس شوي دي.