د هرات زلزله ځپلو سره تر اوسه ۳۱۲ میلیونه افغانۍ مرستې اعلان شوي

د هرات د خونړۍ پېښې له قربانیانو سره د مرستې په موخه تر دې مهاله په کور دننه بېلابېلو سوداګرو، او سرپرست حکومت نږدې ۳۱۲ میلیونه افغانۍ مرستې اعلان کړې دي. د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي د هرات د پېښې په اړه د ژورې خواشينۍ سربېره د دې پېښې له قربانیانو سره ۲۰۰ میلیونه افغانۍ مرسته اعلان کړې ده. نوموړي پر خپلې ټویټر پاڼه لیکلي، چې نن ورځ یې یو استازی هرات ولایت ته سفر کوي او هلته د مرستو لړۍ پیلوي. بل خوا د رییس الوزرا له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دوی یو ګډ کمېسیون ټاکلی او د پېښې له قربانیانو سره به ۱۰۰ میلیونه افغانۍ مرسته کوي. په ورته وخت کې د کام ایر هوايي شرکت هم د لس میلیونو افغانیو مرستې اعلان کړی او ویلي یې دي، چې ډېر ژر به دغه مرستې د هرات د پېښې قربانیانو ته ور ورسوي. په کابل، پکتیا، خوست، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایاتو کې هم ګڼو ځوانانو د مرستې راټولونې ډلې جوړې کړي؛ خو تر اوسه د راټولو شویو مرستو اندازه نه ده معلومه.

وروستي مطالب

د حماس ډلې لخوا د اسراییلو پر ضد د ”اقصی طوفان” په نامه د عملیات!

نوي مطالب

د هرات پېښې قربانیانو سره بېړنۍ مرستې کوو

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور