په کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیا له پروګرام سره د یوې هوکړې د لاسلیک کولو په مراسمو کې ویلي چې د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره اړتیا ده چې په دغه هېواد کې واکمن چارواکي د خلکو د غوښتنو پر بنسټ غوره حکومتولي وړاندې کړي. اوکادا ویلي، چې په افغانستان کې د جګړې له پای ته رسېدو سره، د تلپاتې سولې او سوکالۍ زمینه برابره شوې ده. نوموړي همداراز زیاته کړې چې، د حکومت بدلون، د اقتصاد پاشل کېدل او طبیعي پېښې له هغو لاملونو دي چې، ورسره په افغانستان کې د بشري بحران کچه لوړه شوې ده. په دې پروګرام کې چې، په خصوصي سکټور کې له افغان ښځو د ملاتړ په موخه د جاپان او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام تر منځ د ۱۰ میلیونه ډالرو د هوکړې د لاسلیک لپاره جوړ شوی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازي وویل، د دغه پروګرام له مخې به د هېواد په ۷ ولایتونو کې له څه باندې ۱۴۰۰ ښځو ملاتړ وشي.