د ټاپي پروژې د پیل لپاره بشپړ چمتووالی لرو

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په هېواد کې د ټاپي پروژې د پیل لپاره بشپړ چمتووالی لري. د دغه وزارت ویاند ټينګار کوي چې سرپرست حکومت چمتو دی چې د دغې پروژې هغه لګښت پرې کړي چې د افغانستان اړوند دی. د کانونو او صنایعو خونه بیا وايي، د ټاپي پروژې له عملي کېدو سره به افغانستان له اقتصادي پلوه لا زیاته وده او پرمختګ وکړي. ټاپي پروژه له ترکمنستانه پیل او له افغان او پاکستان خاورې په تېریدو سره هند ته رسیږي چې په عملي کېدو سره به یې زرګونو کسانو ته د کاري زمینې له برابرېدو سربېره افغانستان په کال کې ۴۰۰ میلیون ډالره لاس ته راوړي.

وروستي مطالب

افغانستان کې د تلپاتې سولې او سوکالۍ زمینه برابره شوې ده

نوي مطالب

۳ واګونه بې‌کیفیته تېل بېرته ازبکستان ته ګرځول شوي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور