د کورنیو چارو وزارت د تعمیراتو رئیس مولوي شریف الله الهام وایي چې د غزني د اندړو او ناوې ولسوالۍ لپاره د یاد وزارت په انکشافي بودیجې دوه درې پوړیزې ودانۍ جوړېږي چې ۳۰ خوني به ولري او په کې به د یادو ولسوالیو ټول اداري واحدونو ځای پر ځای شي.
په ورته وخت کې د غزني والي حافظ محمد امین جان عمري د کورنیو چارو وزارت له یادې کړنې هر کلی کوي او وایي چې په لټه کې دي تر څو د کورنیو چارو وزارت سره په همغږۍ د دغه ولایت پاتې نورو ولسوالیو ته هم اداري ودانۍ جوړ کړي.
په همدې حال کې د اندړو ولسوالۍ مرستیال وایي چې د ولسوالۍ ودانۍ د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د یادې ولسوالۍ د ودانۍ په جوړېدو سره به دغه ستونزې پای ته ورسېږي.
د یادوني وړ ده چې غزني ۱۸ ولسوالۍ لري او له یادې جملې څخه یې جغتو، رشیدان، خوګیاني او آب بندي ولسوالۍ همدا اوس هم معیاري ودانۍ نه لري.