ملګري ملتونه وايي، چې به جبري توګه له پاکستانه د سلګونه زره افغان کډوالو له ایستلو سره به بشري ناورین رامنځته شي. د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاندې روینا شمداساني ویلي، دوی ډیر اندېښمن دي چې شړل شوي کډوال د شکنجې، په خپل سر د نیولو، توقیف، سخت تبعیض او لومړنیو اقتصادي او ټولنیزو اړتیاو ته د نه لاسرسي په ګډون د بشري حقونو د سرغړونو سره مخامخ دي. دې له پاکستان څخه غوښتنه کړې چې د ټولو زیان منونکو افغانانو خوندیتوب وساتي، چې په دې هېواد کې د خوندیتوب په لټه کې دي او که بېرته ستنېدلو ته اړ ایستل شي له خطر سره به مخ شي. دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د حکومت لخوا اسناد نه لرونکو ۱،۴ میلیونه فغان کډوالو ته له دغه هېواده د وتلو نېټې ته یوازې یوه ورځ پاتې دي.