د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وايي، په تېرو څو ورځو کې ۳۰۰ زره افغان کډوال له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي. نوموړي د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د راغلو کډوالو سره د لیدني پر مهال ويلي، دغه کډوال به لومړی په سرحدي ولایتونو کې په کېمپونو کې ځای پر ځای او د هوا له سمېدو سره به خپلو سیمو ته انتقال شي .په ورته مهال کډوال بيا له حکومته د ډېرو مرستو غوښتنه کوي.