چارواکي وايي په تېرو لسو ورځو کې شاوخوا د تورخم او سپين بولدک له لاري ۳۰۲۰۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د راپورونو له مخې، د تورخم له لارې شاوخوا ۲۱۷ زره افغانان او د چمن پر لار ۸۵زره افغانان د نومبر له لومړۍ تر دې دمه خپل هېواد ته اوښتي. چارواکو ویلي چې د راستنېدونکو افغانانو نوملیکنه کوي او په موقتي کمپونو کې یې مېشتوي.