عدلیې وزارت د معاملاتو د لارښوونې دفترونو څخه غوښتي، چې د تازه راستانه شویو افغانانو لپاره د کورونو او جایدادونو کرایه کولو پر وخت له کمېشن اخیستو ډډه وکړي. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې له یادو دفترونو غوښتنه کړې، چې د کرایې اصلي بیې خلاف په لوړه بیه کورونه په کرایه ور نه کړي. د عدلیې وزارت د کورونو پر څښتنانو هم غږ کړی چې د خپلو کورونو په کرایه کولو کې له تازه راستانه شویو کډوالو سره همکاري وکړي او د کرایې بیې ورته ټیټې کړي. په خبرپاڼه کې له سرغړونکو سره د قانوني چلند خبرداری ورکړ شوی دی.