پروان کې د استنادي دېوالونو، کانالونو او سربندونو د جوړولو چارې پیل شوې

د پروان ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۳۳۶ زره ډالرو په ارزښت د شپږو پروژ چارې پیل شوې. یادې پروژې د پروان ولایت په مرکز او د کوه صافي او غوربند په څلورو ولسوالیو کې پلي کیږي، چې د دوه زره مترو په اوږدوالي، له یو تر پنځو مترو سور او د درې مترو په لوړوالي سره د غوربند، سالنګ او پنجشیر سیندونو په اوږدو کې د استنادي دېوالونو، کانالونو او سربندونو جوړول شامل دي، چې د اووه میاشتو په موده کې به بشپړې شي. دغه پروژې د ۳۳۶ زره ډالرو په ارزښت د «FAO» سازمان په مالي ملاتړ، د غوربند چاریکار سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې د آریا غوربند ودانیز شرکت له لوري پلي کیږي، چې پکې ګڼ شمیر هېوادوالو ته د کار زمنیه برابریږي. د یادو پروژو په پلي کېدو سره به د استوګنې ګڼ شمېر کورونه او کرنیزې ځمکې د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.

وروستي مطالب

میدان وردګو کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت چکډيمونه جوړېږي

نوي مطالب

د شمال او سوېل د نښلوونکي سړک د قیر اچونې چارې په چټکۍ سره راونې دي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور