د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمښت او د ښاري سیمو د نښلولو په موخه د کابل شمال- لوېديځ د دوه کيلو متره سړک قیرکولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ ويلي چې د سړو موسم تر را رسېدو وړاندې به د ياد سړک نښلوونکي سړک د ۵ کیلو متره نورې برخې د قیرکولو چارې هم بشپړې شي.