د فراه د مرکز اړوند په برنګوټ کلي کې د ۳۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه ښوونځي لپاره د دوه پوړېزې ودانۍ د جوړلو چارې پیل شوې. د ياد ولایت د پوهنې رییس اختر محمد زعيم وايي، چې دغه دوه پوړیزه ودانۍ به ۱۶درسي خونو په درلودلو سره د (یو ان ایچ سي آر) موسسې له لوري د ۳۵۰زره ډالرو په لګښت د ۹مياشتو په موده کې جوړېږي. نوموړي همدارنګه وویل چې دا ښوونځی د احاطوي دیوال، د ساتونکو خونې، تشنابونو، شنه ځای، د فوټبال او سپورټ لوبغالو په درلودلو سره د سيمه ييزو وګړو له لوري په دوه جريبه وقف شوې ځمکه جوړ او د شاوخوا کليو د ۲زره زده کوونکو د ځايولو وړتيا لري. زعيم زياته کړه، چې تر دې وړاندې یاد ښوونځي ودانۍ نه درلوده، چې له کبله یې زده کوونکي له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان وو.