د برېښنا شرکت په اډانه کې پر برېښنا څانګې د پانګونو د ډېرېدو په موخه د پانګونو د جلب ریاست جوړ شو. د برېښنا شرکت ویاند وايي، دغه شرکت پانګوالو ته ډېرې اسانتیاوې برابروي او په وینا یې، کورني او بهرني شرکتونه کولی شي، د هېواد پر برېښنا څانګو پانګونې وکړي. د اقتصادي چارو شنونکي بیا پر دې باور دي، چې افغانستان د اوبو ډېرې سرچینې لري او په وینا یې د برېښنا پر څانګو پانګونې به د هېواد د اقتصاد پر ودې هم اغېز وکړي.