د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو ویلي، چې سږکال له دغه ولایته د څه باندې ۱۸۱ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت، شاوخوا ۵۳ زره ټنه وچه مېوه بهرنیو هیوادونو ته صادره شوې ده. د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مالوماتو له مخې دغه وچه مېوه په روان کال کې پاکستان، هند، چین، دوبۍ، اروپايي او امریکايي هيوادونو ته صادره شوې ده. بلخوا بیا د وچې میوې یوشمېر سوداګر وایي، چې سږکال يې د سپين بولدک له لارې د نورو کلونو په پرتله د سیاسي او اقتصادي ستونزو له امله د سوداګرۍ کچه راټیټه شوې او ورسره د وچې مېوې په بیو کې هم کموالی راغلی دی.کندهار دهیواد په کچه یو له هغو ولایتونو څخه شمېرل کیږي، چې هر کال ترې بهرنیو هیوادونو ته په زرګونه ټنه وچه میوه صادرېږي.