د پکتیکا نکې ولسوالۍ ته غځېدلی سړک پراخ او رغېږي

نکې ولسوالۍ ته غځېدلی سړک له کلونو راهېسې د بارانونو اوبو او پرې زیات تګ راتګ تخریب کړی و، چې د دې ولسوالۍ خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي و.
دا سړک له مرکز ښرنې څخه تر ولسوالۍ پورې د ۹کیلو مټرو په اوږدوالي اساسي ترمیم او غاړې یې پراخېږي؛ ترڅو د ژمي په رارسېدو سره د خلکو په تګ راتګ کې اسانتیا رامنځته شي.
د سېمې خلک وایي، چې څو ځله یې له چارواکو څخه د دې سړک د رغونې غوښتنه کړې وه، چې بلاخره الحاج سراج الدین حقاني د ولسوالۍ له خلکو سره په غونډه کې محلي چارواکو ته د دې لارې د ژر ترمیم او رغونې سپارښتنه وکړه او نن یې د پکتیکا د والي په حضور کې د رغونې چارې پیل شوې.

وروستي مطالب

له کندهاره سږ کال ۵۳ زره ټنه وچه مېوه بهر ته صادره شوې

نوي مطالب

پنچشېر کې تازه د زمردو ۱۶۰۰ کانونه ثبت شوي دي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور