لوګر کې د حلقوي سړک د جوړېدو چارې پیل شوې

لوګر کې د څلور کیلو متره حلقوي سړک د جوړېدو چارې پیل شوې. د پل علم ښاروالۍ مسوولین وایي چې یاد حلقوي سړک د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست څخه د اطفایې تر آمریت پورې غځېدلی او په وینا یې د جغل اچونې او هوار کارۍ چارې یې نن پیل شوې. د مسوولینو په خبره یاد سړک د پل علم ښاروالۍ په امکاناتو او ماشینریو رغول کېږي. د لوګر ولایتي چارواکي وايي، د یاد سړک په جوړېدو سره به د سلګونو ښاریانو ستونزې حل شي. د مسوولینو په خبره د یاد سړک د جوړېدو چارې به د دریو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

وروستي مطالب

قوش تېپې کانال ته د سیلانیانو ورتګ زیات شوی

نوي مطالب

خوست کې د سموات باغ صنعتي پارک د جوړولو چارې پیل شوې

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور