کونړ پوهنتون کې یوه پروژه پیل او دوه ګتې اخیستنې ته سپارل شوې

د کونړ ولایت چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په مرکز اسعد آباد کې د سید جمال الدین افغان پوهنتون کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په لکښت د یوې پروژې چارې پیل او ۲ نورې ګټې اخېستنې ته سپارل شوې دي. د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مالوماتو له مخې دغه پروژې چې یوه ۲ پوړیزه اداري ودانۍ او یو کمپیوټر لیب پکې شامل دي، پرون شنبه ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې. د یاد ریاست د مالوماتو له مخې پر دغو دواړو پروژو ۲۱ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې ورکړل شوی دی. همدا راز یوه بله پروژه هم چې د پوهنتون د داخلي سړکونو جوړول دي. د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې، چې ډېرې ژر به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

وروستي مطالب

هند:افغانستان سره مو اړیکې د دوستۍ پر بنسټ ولاړې دي

نوي مطالب

نیمروز کې د ۲ چک ډیمونو د جوړولو چارې پیل شوې

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور