د راپورونو له مخې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د قطر له امیر شیخ تمیم بن حماد ال ثاني سره کتلې او د ترانس افغان ریل پټلۍ په تړاو یې خبرې کړې دي. د مالوماتو له مخې د قطر امیر، د ازبکستان ولسمشر ته د ترانس افغان ریل پټلۍ په جوړېدو کې د بشپړ ملاتړ ډاد ورکړی دی. د دې پروژې د بشپړېدو په صورت کې ازیکستان او د منځنۍ اسیا نور هیوادونه د افغانستان له لارې له پاکستان سره نښلول کېږي. ازبکستان، افغانستان او پاکستان د افغانستان د تېر جمهوري حکومت په مهال د ۲۰۲۱ په فبرورۍ کې د دې پروژې په جوړېدو ډېرې تودې خبرې روانې کړې وې، خو په افغانستان کې د سیاسي تحولاتو په راتلو سره یاده پروژه اجرا نشوه.