تېرو ۶میاشتو کې هېواد کې ۵۵۹ ښوونځي جوړ شوي

پوهنې وزارت وایي، چې تېرو شپږو میاشتو کې یې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې ۵۵۹ ښوونځي جوړ کړي او شاوخوا ۶۰ یې د کار لاندې دي. د پوهنې وزارت د ویاند په وینا کاري ډلې یې ولایتونو ته د سروې لپاره سفرونه کړي او تر ټولیزې ارزونې تر بشپړېدو وروسته به هغو سیمو ته هم د پوهنې خدمتونه پراخ شي، چې تېر دې وړاندط ورته لاسرسی محدودو وو. ورته مهال د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، چې سرپرست حکومت د یو داسې نسل روزنې پلان لري، چې د دین او هېواد لپاره ګټور تمام شي. پوهنې وزارت وايي، د ښوونځیو د ودانیو د جوړولو تر څنګ یې د زده کړو پر کیفیت تمرکز زیات کړی او د ښوونکو د ظرفیت لوړونې تر څنګ یې زده کوونکو ته د عملي زده کړو امکانات هم برابر کړي دي.

وروستي مطالب

پکتیا کې د۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۳ چکډېمونه جوړېږي

نوي مطالب

بغلان کې ۵۵۰ کیلو متره کلیوالي سړکونه رغول شوي دي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور