زابل کې د ټولګټو چارو ریاست ته نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د یاد ریاست لپاره د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ریاست د ودانۍ نشتون له امله دوی تر اوسه په کرايي ودانیو کې خپلې چارې پرمخ وړي. د دوی په خبره اوس د ټولګټو چارو وزارت له لوري ورته د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې دي. د یاد ریاست مسوولینو دا هم ویلي چې په دغه پروژه کې د سیمې یو شمېر کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

وروستي مطالب

هرات کې زلزله ځپلو ته ۵۴۷ نور کورونه وسپارل شول

نوي مطالب

هندي پانګوال افغانستان کې پانګونه کوي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور