د فراه ولایت د ټولګټو چارو رياست مسوولینو ویلي، چې د څه باندې ۴ ميليونه افغانيو په لګښت په دغه ولایت کې د فراه – فراه رود سړک د بیا رغولو چارې پيل شوې دي. د یاد ولایت د ټولګټو چارو رییس رسنیو ته ویلي، چې د دغه رياست له لوري د ۴.۵ ميليونه افغانيو په لګښت د ۶۸ کيلو متره په اوږدوالي د فراه – فراهرود سړک د خرابو ځایونو د د داغګیرۍ یا بیا رغولو چارې پيل شوې دي. د ټولګټو چارو رياست د مسوولینو په خبره د دغه سړک د بیا رغولو چارې به د شاوخوا يوې نیمې میاشتې په موده کې بشپړې شي.