د ننګرهار ولایت د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست له لوري د یونسيف په مالي ملاتړ په پچیراګام، رودات، مومنددرې او کوټ ولسوالیو کې د ۷۰۳ میلیونه افغانیو په لګښت ۵۲۱ بېلابېلې پروژې پلې او ګټې اخستنې ته سپارل شوېدي. د مالوماتو له مخې په یادو پروژو کې ۹۰ کیلو متره نوي سړکونه، ۱۵۵ کیلو متره د سړکونو ترمیم او جغل اندازي، ۱۱ کیلو متره سړکونو کانکرېټ، ۳۵ کیلو متره استنادي دېوالونه، ۱۰۶۷ پلچکونه، ۶۲۷ کیلو مترو ویالو او کانالونو پاک کاري، ۱۱ کیلو مترو کانالونو کانکرېټ رېزي، ۱۵ برېښناکوټونه او ۵۵ د اوبو واړه ډیمونه جوړ شوي دي، د یادولو وړ ده، چې د یادو پروژو د پلې کېدو پرمهال ۳۲ زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.