Agriculture
د کندوز د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې تېر کال په دې ولایت کې شاوخوا ۱۲۶ زره مټریک ټنه د وریجو حاصلات راټول شوي دي. د کندوز د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې په روان ۱۴۰۳ کال کې د حاصلاتو د لا زیاتوالي په موخه د اصلاح شویو تخمونو د وېش او د اوبو د مدیریت په برخو کې به لازم اقدامات وکړي. په ورته مهال بیا د کندوز کروندګر او مالداران وايي، چې تېر کال هم پر دوی اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې او د څارویو واکسین وېشل شوي وو او سږ کال هم باید په دې برخه کې همکاري وشي.