په هرات ولایت کې د ۱۶ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونې سره د «افغان مډېسن» په نوم د درمل جوړولو فابریکه پرانیستل شوې ده. د دې فابریکې په پرانیست غونډه کې د سرپرست حکومت د لوړپوړو چارواکو تر څنګ یو شمېر سوداګرو هم ګډون کړی و. د درمل جوړولو د دغې فابریکې د مسئولینو د معلوماتو له مخې؛ د دغې فابریکې په پرانیستلو سره، ۳۵۰ کسانو ته په مستقیم او شاوخوا دوه زره کسانو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده. ویل شوي چې په دې فابریکه کې ګولۍ، شربت، پوډر ،کپسول او نور درملیز اقلام تولیدېږي