د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ویلي، چې د روان کال په وري میاشت کې په بېلابېلو برخو کې د شاوخوا ۱۶.۵ میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۹ پروژو پرانیسته شوې او چارې یې پيل شوې دي. په پرانیستل شویو پروژو کې د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې دویمه برخه، د اوسپنې ويلې کولو کارخونه، د نیله باغ هستوګنیزه پروژه، په کابل او هلمند کې د سوداګریزو مارکېټونو جوړول، د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۳ مېګاواټه برېښنا تولید، هرات ولایت کې د دوو سبسټېشنونو جوړول او د برېښنا د ۲۲۰ کیلو ولټ مزي غځول شامل دي.