مالیې وزارت د تېر ۱۴۰۲ مالي کال کې پر مهال د هېواد ګمرکونو په زیاته اندازه د قاچاقي توکو د کشف او ترلاسه کېدو خبر ورکوي. مالیې وزارت تازه د یوې خبرپاڼې په خپرولو دهېواد ګمرکونو کې د نیول شوو قاچاقي توکو په اړه ارقام خپاره کړي او ویلي یې، چې د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې مسوولینو تېر مالي کال د هېواد بېلابېلو ګمرکونو کې د ۱۷۸ زره ۱۹۴ ټنه غیرقانوني او بې کیفیته قاچاقي توکي کشف او نیولي دي. د خبرپاڼې له مخې، ترلاسه شوو توکو کې روغتیايي، کرنیز او یوناني درمل، خوراکي توکي، نشه یي مواد او نور شامل دي، چې د قاچاق کوونکو له لوري په غیر قانوني ډول له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته وارېدېدل او په تړاو یې نیول شوي کسان هم قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.