بغلان کې دسېلابونو له امله ۳ لکه ۱۰ زره ماشومان اغېزمن شوي

د ماشومانو د خوندیتوب ادارې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۶۰۰ زره کسان اغېزمن شوي او په دې شمېر کې ۳لکه ۱۰ زره ماشومان دي. د ماشومانو د خوندیتوب ادارې افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو بللی چې د اقلیمي بدلون له امله ډېر اغېزمن شوی، خو ورسره د مقابلې لپاره تر ټولو لږ چمتووالي لري. سیف د چلډرن په نړیوالې ټولنې غږ کړی چې باید په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د کړکېچ د سمدستي او اوږدمهاله اغېزو د له‌منځه‌وړو لپاره لپاره لا ډېرې مرستې متمرکزې کړي. افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم له پلوه ډېر اغېزمن شوي خو د اقلیم له کړکېچ سره د مقابلې لپاره تر ټولو لږ چمتووالی لري.

وروستي مطالب

ننګرهار کې ۱۵۰۰ کورنیو پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ

نوي مطالب

سرپرست حکومت په ټوله مانا د کورنیو تولیداتو ملاتړی دی

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور